امنیتي او دفاعي سکتور مسؤولینو دی په ټول هېواد کې د دښمن ګواښونه وځپئ.

امنیتي او دفاعي سکتور مسؤولینو دی په ټول هېواد کې د دښمن ګواښونه وځپئ.


  • 3 کاله دمخه (13/06/2021)
  • خالد سهار
  • 1419

ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني په مشرۍ د اعلی سرقوماندانۍ غونډه، نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مالوماتو له‌مخې، په دغه غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو، د قول اردوګانو قومندانانو او د اوپراسیونونو رئیسانو د هېواد د عمومي امنیتي وضعیت په اړه د راپور وړاندې کولو پر مهال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دښمن د تحرکاتو د دفعه او شنډولو په خاطر خپلې برنامې او تدابیر تشریح کړل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د یادو راپورونو له اورېدو وروسته، د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې په منظمې همغږۍ او پلانګذارۍ په ټول هېواد کې د دښمن ګواښونه او خوځښتونه دفعه کړي.