ښېګڼه
لمر ځلا درلودونکی و،په ونو او بوټو کې د طبیعت رباب غږیده.
مسته مسته هوا چلیدله،دې مستې هوا په ما کې هم مستي راپيدا کړه،او ما هم وغوښتل د خپل کلي ننداره له لوړو څخه وکړم؛نو د یوې هسکې او ځوانې ونې سر ته وختلم،چې د ځوانۍ جوش یې په وجود کې له ورایه معلومیده،رپانده څانګې یې درلودې،چې څو شېبې یې زما توجه ځانته جلب کړي و.
ما چې له لوړ ځای څخه د خپل کلي او بڼ ننداره کوله؛نو ځان راته ډېر لوړ ښکاره شو او یو ډول مې ځان مغروره وګڼه خوشحالي مې په وجود کې پيداشو؛خو دا خوشحالي دېره لنډه او محدوده و،ځکه کله چې مې د اسمان له هسکو څخه ځمکه ولیدله ډېره راڅخه لرې شوي و،او د وېرې احساس يې راکې پيداکړ،کوښښ مې وکړ چې له ونې ښکته شم او خپلې دنیا ته راشم؛خو نه مې شو کولی.
نارې مې وکړي،څوک شته،څوک شته،څوک شته؛خو د مرغانو او بوټو له سندرو پرته د چا غږ نه اوریدل کیده،لوړ وم؛خو ځمکې ارمان مې وکړ ومې وویل کاشکي یو څوک پیداشي او ما په خپله غیږ کې له دې ځایه ښکته کړي.
سترګې مې غړولې چې ناڅاپه مې په سترګو یوه ښکلي رڼا ولیګده،چې په رانږدې کیدو يې رڼا زیاتیدله،راغله او ماته یې خپله سینه او لاسونه پراخ کړل وويل،راځه زما غیږ ته راشه وروسته تر دې زه ستا ساتونکې یمه راټوپ کړه زما غیږي ته،ما هم له خدایه همدا موقع غوښتله چې یو څوک راسره مرسته وکړي او دې مرسته کس پيداشوی و.
له ونې څخه مې راټوپ کړ،انجلۍ شاته ولاړه او زه په وچه ځمکه راپریوتم،لاس،پښه او سر مې مات شو،په سترګو مې تیاره راغله په تیارو تیارو کې مې ښکلي انجلۍ له سترګو پنا شو،او زه یې په مړ ژوندي حال پریښودم.
څو ورځې مې د دې په اړه فکر کوه،چې ولې یې راسره داسې ظلم وکړ؟د کومې خبرې غچ یې له ماڅخه واخیست؟او ما ورسره کوم بد کړي و،چې داسې بده سزا یې راکړه؟
خو د دې ټولو پوښتنو په ځواب هغه ورځ پوه شوم،په کومه ورځ چې خينو ظالمو شتمنو زمونږ په کلي حمله وکړه او زمونږ کورونه يې وران کړل او خلک یې بې کوره کړل،دې ظالمانو زمونږ په کلي د دې لپاره حمله کړي و،چې غوښتل له دې ځای څخه واړه هلکان یوسي او راتلونکې کې ترې خپل غلامان جوړ کړي،خلک چې له ظلمونو په تنګ راغلې وو،خپل د زړه ټوتې بچیان یې هغوی ته ورکول،زما مور هم د نورو کلیوالو په څېر په نه زړه زه دغو ظالمانو ته په لاس کې ورکړم،تر دې چې د کلي له دروازې وتلو د دې ډلې مشر چې زما مات او ګوډ اندامونه ولیدل په قهر يې خپل سرتیرې ته وویل،په دې معیب هلک تاسو څه کوئ،له ده څخه خو ؛ګټه نه اخیستل کیږي،پریږدئ چې ولاړ شي خپل کور ته.
راغلم کور ته د خپلې مور په غاړه کې مې لاسونه واچول او ښکلي انجلۍ څخه مې د مننې کلمات راپیداکول؛خو په دې نه پوهیدم چې د ښکلا له خاپیرۍ څنګه مننه وکړم،چې د څو زخمونو په بدل کې یې ماته د ازادۍ ژوند، د مور خوږه غیږ،د کلي مسته هوا،د پلار په شا چکرونه،له خویندو سره د دیوانو کیسې او په خپل وطن ژوند راوبخښل..!
خو تر دې دمه مې د هغې خاپيرۍ څېره بیا ونه لیده؛خو چې کله له ستونزو سره مخ شم،سترګې پټې کړم د هغې څېره ذهن ته راولم؛نو ټولې ستونزې مې حل کیږي..!