ډالۍ

ډالۍ


  • 3 کاله دمخه (14/06/2021)
  • عبدالخالق خالقیار
  • 2013

لنـــډه کیسه : 

ډالـــــۍ 

زنګ یې راته ووهه خوشاله شوم ،موبایل مې زړه پوري کلک ونیوه.

 

شکر مې وباسه مسکا مې وکړه له ځان سره مې وویل :

ما خو ورته ویلي و چې زما هیرول به درته ډېر سخت وي .

ما تاته ډېره مینه درکړی د مسکا پر ځای مې درته خندا کړي د خولې ستړمشي پر ځای مې درته لاس درکړي او د لاس پر ځای مې غیـــږه درکړي .

نوته څنګه ما هیرولی شي اخ ! می کړ په اخیري شیبوکې مې موبایل ته پام شو .

له سلام ورسته مې یوه وړه خندا وکړه بیا مې  وویل مــا خو درته ویلي و چې ته ما نه خفه کوي او یوه ورځ نه یوه ورځ به راته زنــګ وهي او راته به وایې ؟ 

وبخـــه تانشـــم هیرولی .

د خبـــرو په منځ کې را ولویده او راته یې وویل ای لیونیه !

 ته څومره ساده یې ولې ماته د خبرو موقع نه راکوی ورغبرګه مي کړه

 ها وایه کنه !

ستــا غــږ پسې مې غوږونو درد کــاوه .

ښې ډېر خبرې وکړه زه درته چپ یم !

  سمه ده خبره مې واوره بلنه .

ستا او ستا کورنۍ ته پخیر راشئ سبا ورځ مې واده ده او په دې هیـــله چې ګډون پکې وکړئ .

په همدې سره یې مبایل بند کړ . په  سترګو مې توره شپه شوه ، سر مې درد شروع کړ او غټو اوښکو مې له سترګو لارې وکړې .

په ځمکه وغورځیــدم همداسې پروت وم چې وړه خورکۍ مې راغله له لاســویې ونیولــم له ځمکې یې پورته کړم اوښکې یې راته پاکې کړې 

خورکۍ مې وپوښتل ولې ؟

خـــــو د ولې ځواب مې نشو ورکولای نو زړه مې ورپیده  ، وړه ساه مې واخستـــه ، په زړه مې لاس کیښــــود ، دخولې لاړې مې وچې شوي ، ژبه مې پر وچــو شونـــډو تیره کړه ، د هغې د زنګ کیسه مې ورته وکړه .

حیرانه او چپـــه شوه له سترګو یې اوښکې لاړې ډاډ یې راکړ.

خیــر دی !

مــه خفه کیږه نور یې د ویلو لپاره څه نه درلودل .

ټــوله شپه مې په اوښکو ولمانځله چې  سهار  شو

خور کۍ مې وویل ځان سمبال کړه باید واده کې ګډون وکړو .

 همداسې مو وکړل ځانونه مو تیار کړل او د مور جانې له ایجازې  وروسته مو د بازار پر لور حرکت وکړ او  ډالۍ مې ورته جوړه کړه او  پر سر مې ورته په سور رنـــګه  خط ولیکه دمینې  وروستۍ ډالۍ "

او په ښادۍ کې د ګډون لپاره دهغې  د کور په طرف روان شو،د کور تر رسېدو مخکې مې د لوډ سپېکر اوازونه تر غوږو شول،نور هم ور نږدې شوم،د پېغلو د چکچکو شور مې هم تر غوږونو شو،د کور په درشل مې خپه  کېښوده ،له ننوتلو سره مې د یو ملګري غږ  تر غوږ شو،ستړی مشي پخیر راغلي!

او د لاس په اشاره یې راته کوټه په ګوته کړه،او زه هم هغې کوټې ته لاړم. 

لومړی چای او وروسته د ډوډۍ پروګرام پای ته ورسېده .خو خدای ج شته چې هېڅ مې تر ستونې نه تېریدل او همداسې خفه او په وېر ناست وم،چې ناڅاپه د ماشومانو شور او منډې شوې،او انجونې له خپلو ځایونو پورته شوې،او ویې ویل: هاغه ده،شاوو یې راوسته په ځان کې مې دم نه وو،چې پورته شوی وم،رنګ مې ژېړ،شونډې مې وچې او په رپېدو شوم،لکه تش کالبوت ولاړ وم،حیران،حیران مې هرې خواته کتل، چې خورکې مې راغله او له لاسه یې ونېولم،او له ځان سره یې روان کړم،او د شاوو ناوې تخت ته ودرېدم،له سترګو مې اوښکې راونې شوې،او د هغې هاغه خبرې  را په زړه شوې،چې ویل یې:

ته مې ځان یې،ته مې زړه یې،ستا غږ چې وا نه ورم ورځ راباندې نه تېريږي،زه بې له تا ژوندۍ نشم پاتې کېدای،د همدې لپاره درسره واده کوم،ناڅاپه مې خور په څنګل و ښورولم، ورشه او مبارکي  ورکړه،زه هم ورنږدې شوم،ډالۍ مې ورته په مېز کېښوده،مخ مې   ترې واړوه او د مبارکۍ ویلو توان مې نه درلوده ،په داسې حال کې چې سترګې مې له اوښکو ډکې وې، ورو مې ورته وویل:

زه دې له ژوند کولو ووېستم،او هاغه لنډۍ رایاده شوه:

جدایې اور وي سور انګار وي

خدای دې خپل یار له چانه نه جداکوېنه