د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په ۲۰مه لوبه کې اسلام اباد یونایټیډ او لاهور قلندرز لوبډلې سره مخامخ وې.
په دغې لوبه کې پچه د اسلام اباد لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پریکړه وکړه. اسلام اباد لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې جوړې کړې او د ۱۵۳ منډو هدف یې لاهور قلندرز لوبدلې ته کېښود. د اسلام اباد لپاره په توپ وهنه کې اصف علي تر ټولو زیاتې ۷۵ منډې جوړې کړې. د لاهور قلندرز لپاره بیا جیمز فولکنر ۳ لوبغاړي وسوځول.
لاهور قلندرز لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای. یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې جوړې کړې او په ۲۸ منډو یې ماتې ومنله.
د لاهور قلندرز لپاره بیا تر ټولو زیاتې منډې فخر زمان ۴۴ جوړې کړې. د اسلام اباد لپاره محمد موسی درې لوبغاړي وسوځول.
ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اصف علي ته ورکول شوه، چې ۷۵ منډې یې جوړې کړې وې.
راشد چې له لاهور قلندرز لوبډلې سره لوبیږي په څلورو اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې؛ خو لوبغاړی یې ونه سوځوه او په توپ وهنه کې بیا ۴ منډې جوړې کړې.
باید یاده شي چې له دې وړاندې لاهور قلندرز لوبډلې اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.