کمزوری اقتصاد، ژور خفګانونه، بې خوبي، د کورنۍ له لورې زورول، شکنجه، وهل او ټکول، په بدو کې د نجونو ورکړه، په زور د نجونو ودول، بوډا ته یې ورکول، په واړه عمر کې یې ودول هغه عوامل دي، چې ښځو ته یې روانې ستونزې پیدا کړې دي همدا عوامل دي، چې دا ناروغي په ښځو کې ډېره لیدل شوې او پړه یې د کورنیو په نارینه وو غړو پرېوځي
د دې ټولو ستونزو سره سره یوه بله لویه ستونزه چې د ښځو په روانې حالت ډېر تاثیر لري؛ هغه په بدو کې د ښځو ورکړه ده.
په بدو کې د ښځو ورکړه!!
ښځه په بدو کې ورکول یو بد دود دی. په بدو کې د ښځو ورکړه بدیو ته د پای ټکی نه ږدي؛ بلکې په ټولنه کې لا زیاتي ناخوالې او ستونزې را منځته کوي، نوره هم ټولنه له کړاوونو او ستونزو سره مخ کوي، ځکه د یوې بدې چارې مخه په بله بده چاره نه نیول کیږي او وینه په وینه نه مینځل کېږي.
د مقتول کورنۍ ته د قاتل کورنۍ په بدو کې نجلۍ ورکوي او خلک فکر کوي، چې دښنمني یې په دوستۍ بدله شوه، خو نه، دا بلکل ناسم فکر دی، دا په اصل کې یو بل جنایت (جرم) وشو او په ټولنه کې قتل او قتال ته نوره هم لاره هواره شوه، قاتل نور هم و هڅول شو، چې بېغمه خپل قتلونه وکړي، ځکه هغه فکر کوي چې ستا د دې سترې ګناه او جرم سزا بل څوک ګالي؛
په ډاډه زړه بل قتل ته هم زړه ښه کوي.
مثلاً که چیرته یو څوک دوه یا درې خویندې یا لورګانې ولري
نو هغه د دې قانون له مخې دوه، درې قتلونه کوي.
نو دا قانون یو غیري شرعي او غیري انساني قانون دی.
نو په بدو کې د نجونو ورکړه لاندې ناخوالو او بدبختیو ته لاره هواروي:
1ـ قاتل هیڅ سزا نه ګالي، بلکې
قتل ته نور هم هڅېږي.
2ـ د اسلامي شریعت او اساسي قانون پر بنسټ که جرم یو کس کړی وي نو بیا جرم فردي دی او بل فرد ته سرایت نه کوي، خو په دې ناوړه دود کې اسلامي شریعت او اساسي قانون دواړه تر پښو لاندې کېږي، د مجرم پر ځای یو بل بې ګناه انسان ته سزا ورکول کېږي.
3ـ د یوه بې ګناه انسان ټول ژوند لولپه کېږي، ځکه هغې نجلۍ ته چې په بدو کې ورکړ شوې ده، د خپل خسر په کورنۍ کې د یوې دښمنې په سترګه کتل کېږي او د دښمن په څېر چلن ورسره کېږي، هره ورځ رټل کېږي، پېغور ورکول کېږي او آن چې په نه خبره وهل کېږي.
4ـ د یوه معصوم انسان د ژوند په ټولو هیلو او امیدونو باندې خاورې اوړي او تاند ارمانونه یې رژیږي، هره پېغله په زړه کې د ناوېتوب آرمان لري غواړې، چې د نورو پېغلو په څېر په ښه شان او عزت سره واده شي، د ژوند غوره ملګری ولري، په واده کې یې چمبې ووهل شي، ګډا او اتڼ وشي، د واده د شپې نکریزې یې په لاس کېښول شي، هم د پلار له کوره په خوښۍ ولاړه شي او هم د خسر په کور کې په عزت او درنښت قدم کیږدي او د ژوند دغه رنګینې شېبې په خپلو سترګو ووینې، خو دغه بد مرغه دود له دې معصومې پېغلي دغه ټولې خوښۍ نه یواځې په نه څه اخلي؛ بلکې له یوه دوزخې ژوند سره یې د ژوند تر وروستیو شېبو لاس او ګرېوان پرېږدي.