د ارزګان والي وايي، په د دې ولایت په چوره او خاص ارزګان ولسوالیو کې د طالبانو پلانونه شنډ شوي دي.
د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد رسنیو ته په لیږلي ویډیويي پیغام کې ویلي، تېره شپه طالبانو د ارزګان په خاص ارزګان او چوره ولسوالۍ کې بریدونه کړي، چې په وینا یې افعان پوځيانو يې بریدونه په شا تمبولي دي.
هغه همداراز زیاتوي، چې یاده ولسوالۍ ته تېره شپه اضافي افغان کمانډو ځواکونه هم رسېدلي دي.
والي همداشان د خاص ارزګان ولسوالۍ د سقوط اوازې رد کړې او په وینا یې یوازې یو شمېر امنیتي پوستې له ځايه بې ځایه شوي دي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د یادو ولسوالیو د سقوط راپورونه ورکړل شوي وو، چې ګواکې دغه ولسوالۍ طالبانو تر خپل کنټرول لاندې نیولي دي.
بل لورته د ملي دفاع وزارت ډاډ ورکوي، طالبانو ته به په هېڅ صورت اجازه ور نه کړي، چې د امنیتي ځواکونو پوستې او د ځینو ولسوالیو مرکزونه ونیسي.
دغه وزارت وایي، افغان ځواکونه په پوره قوت سره د خپل هېواد او خلکو ساتنه کوي.