د پاکستان سوپر لیګ په ۲۴ مه لوبه کې کراچۍ کینګز او پېښور زلمي لوبډلې سره مخامخ وې. په دغې لوبه کې پچه د پېښور زلمي لوبډلې وګټله او د توپ وهنې بلنه یې کراچۍ لوبډلې ته ورکړه.
کراچۍ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۸ منډې جوړې کړې او د ۱۰۹ منډو هدف یې پېښور زلمي لوبډلې ته کېښود. د کراچۍ لپاره په توپ وهنه کې عباس افریدي ۲۷، شرجیل ۲۵ او نجیب الله ځدراڼ په ۲۷ توپونو ۱۷ منډې جوړې کړې.
د پېښور زلمیو لپاره وهاب ریاض او ابرار احمد درې درې لوبغاړي وسوځول.
زلمي لوبډلې ټاکل شوی هدف په اسانۍ سره په ۱۱ اورونو کې پوره کړ او په ۶ ویکټو او ۵۴ توپونو یې کراچۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د پېښور زلمیو لپاره افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي بهترینه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او په ۲۶ توپونو یې ۶۳ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې. په دغو منډو کې ۸ څلوریزې او ۴ شپږیزې شاملې وې.
ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه حضرت الله ځاځي ته ورکول شوه، چې ۶۳ منډې یې جوړې کړې وې.
له دې وړاندې په ۲۳ مه لوبه کې کوېټې لوبډلې لاهور قلندرز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.