د ایران د اټومي انرژۍ مسوولینو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دوی اوس مهال ۱۰۸ کیلو ګرامه خالص یورانیم لري او د شپېته سلنه خالصو یورانیو کچه هم شپږ نیمو کیلو ته رسېدلې ده.
د ایران چارواکي وايي، چې ایران باید په کال تر ۱۲۰ کیلو شل سلنه خالص یورانیم تولید کړي.
ایران دا پریکړه له هغې وروسته کوي، چې د ایران د نطنز په اټومي تاسیساتو کې چاودنه وشوه او ایران دا کار د اسراییلو وباله.