د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې وسلهوالو طالبانو د یوې کورنۍ دوه غړي وژلي او یوولس نور یې ټپیان کړي دي.
د مالوماتو لهمخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د دغې کورنۍ غړي د یوه پارک دننه د شپې ډوډۍ ته ناست وو.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پېښه کې دوه مېرمنې او یو ماشوم وژل شوي دي او د همدې کورنۍ ۱۱ نور غړي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، پېښه تېره شپه په نوبادام سیمه کې شوې، خو لا معلومه نه ده چې انګېزه یې څه وه؟
د دغه وزارت په خبره، یاده پېښه د طالبانو له لوري شوې او زیاتوي، چې اړونده مسؤولینو یې په سیمه کې لا ډېرې څېړنې هم پیل کړي.
د یو بل خبر لهمخې، چې بدخشان کې طالبانو اووه تنه سیمهییز پاڅون کوونکي وژلي دي.
په بدخشان ولایت کې وسلهوالو طالبانو د سیمه ییزو پاڅون کوونکو یو قوماندان له شپږو ساتونکو سره یو ځای وژلی دی.
د بدخشان والي زکریا سودا هم یاده پېښه منلې او ویلي یې دي، چې دا کسان تېره شپه په کشم ولسوالۍ کې هغه مهال ووژل شول چې طالبانو یې له څو لورویو پر پوستې برید وکړ.
د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی، چې تر ډېره یې خپلو سنګرو کې ملکیان سپر کړي دي.
حکومتي چارواکي هم وایي، چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او په خبره یې دوی به یې بېځوابه پرېنږدي.