د سولې د سفیرانو اعلامیه

د سولې د سفیرانو اعلامیه


  • 3 کاله دمخه (16/06/2021)
  • د سولې سفیران
  • 1416

ولې ؟

په بمونو دبیت المال او د عامه تاسیساتو او ټولو ګټو جوړښتونو الوځول او له منځه وړل هېڅ ډول مشروعیت نلري او د روانې خونړۍ جګړې تقدس نه دی.

د فراه د انار درې د ولسوالۍ ودانۍ او په هیواد کې د سړکونو، پلچکونو، ښونځیو، روغتونونو، جوماتونو، کورونو د برېښنا د ستنو او نورو عامه ملي بنسټونو ورانول، بمباري، ویجاړول، چور او غلا ملي خیانت دی. عاملین یې که هرڅوک او هرلوری وي دسختې جزا وړ بلل کیږي او هېڅ افغان ته د منلو نه دي.

د سولې سفیران دا ډول غیر اسلامي او دې ته ورته نورې ورانکاره کړنې او عملونه غندي او د جګړې له ټولو لورو غواړي چې د عامه ودانیو له ورانولو او ولسي وګړو له وژنې لاس واخلي او د خبرو او روغې جوړې لاره غوره کړي .

دواړه لوریو حکومت او طالبانو ته په کار دي چې نور دې دجګړې د وحشت له امله تردې زیات خپل وطن نه ورانوي، د بېګناه افغانانو د وژلو سبب د نه ګرځي او د خبرو د میز پرسر دې، دې خونړۍ جګړې او دښمنیو ته د پای ټکۍ کیږدي. 

د سولې سفیران