خلک وایي چې عقل د زړه غلام وي او زړه تل پر عقل حکمراني کوي؛
اوس پوښتنه دا ده چې آیا په رښتیا هم عقل د زړه پر وړاندې عاجز دی؟
که ځواب مو هو وي نو دلیل یې؟
او که حواب مو نه وي نو دلیل یې؟
زه پخپله دا خبره نه ردوم او وایم چې زړه داسې مثال لري لکه د یو ملک باچا خو عقل یې بیا سربکف سرتېری دی،
باچا کله داسې پرېکړه هم کوي چې د مملک د نورو وګړیو لپاره د منلو وړ نه وي خو اړ وي چې غاړه ورته کېږدي؛ زړه هم همداسې دی کله کله له موږ هغه څه غواړي چې عقل ورسره یو سل اتیا درجې په ټکر کې وي.
همېشه پکې یادونه د یار اوسي
دا زړګی مې د جانان دی زما نه دی
کله خو عقل او زړه سره په خپلو کې یو لاس هم شي، ځینې خلک په دې فکر دي چې انسان باید تل د زړه پر ځای له عقل نه کار واخلي تر څو یو بریالی انسان و اوسي؛ خو زه وایم چې د انسان عقل ډېری وخت په بیړه کې پریکړه کوي چې بیا وروسته پرې پښيمان هم وي.
پورته مو وویل چې کله کله د انسان زړه او عقل یو لاس کېږي ، د همدې خبرې د تایید لپاره اوس یو مثال ږدو:
ځیني وختونه موږ ماشومانه کارونه خوښوو. لکه ماشومان تل غواړي چې په موبایل او تلویزیون کې هغه چېنل تعقیب کړي په کوم کې چې تفریحي او کارتوني خپرونې وي.
زه چې کله تلویزیون ته کېنم او څنګ کې راسره کوم ماشوم وي نو که په غلطۍ کې هم رانه کوم تفریحي چېنل مخې ته راشي؛ دوی یې په لیدلو ټینګار کوي خو جالبه دا ده چې ډېر کله ورسره زه هم ښه په شوق د کارتون فلمونه ګورم او خوند راکوي، د دې وجه همدا ده چې د انسان زړه او ذهن دواړه تفریح غواړي.
کله که موږ له یو چاسره ډېره مینه ولرو غواړو چې په هر حالت کې پر هغه/هغې ښه ګمان وکړو او ځانته پرې تسلي ورکړو ، د همدې لپاره له مختلفو لارو کار اخلو دلایل هم ورته تراشو. لکه:
که مقابل جانب له موږ سره کومه خاصه دلچسپي هم ونلري؛ خو زموږ زړه ورته له دومره مینې ډک وي چې د هغه کس یوه دروغجنه خبره او وعده هم د ځان لپاره یوه هیله ګرځوو.
کله که هغه راځي هم نه خو د راتلو تشه لار یې څارو او ځانته ډاډ ورکوو چې دا هغه ځای دی کوم چېرته چې د زړه لاس تر عقله ډېر اوږد وي.
خوشال خان بابا وايي:
په کاته کاته مې سترګې په خاته شي
چې خبر دې د راتلو راباندې وشي
_____
یو بل شاعر بیا وايي:
ما ویل رابه شي د ستورو د خندا به نه شم
بېګا چې هغسې ونه شوه اوس دې نه راځي څوک
یوه بله مهمه خبره دا ده چې انسان کله کله خپل عقل پر زړه برلاسی کولی هم شي لکه یو چاته وایي چې زه دې ټول عمر له یادونو سره ژوند کولی شم خو تش ډاډګیری به نه راکوې او دوکه به نه کوې ؛ یا مې هلې کړه یا دلې!
موضوع رانه لږه عشقي شوه ؛ خو په دې ډول مې خپله مطلب ډېر ښه درته وړاندې کړ بله لار راسره نه وه.
یادون : که تاسو زما خبرې منﺉ خو ډېره ښه ده او که یې نه منﺉ؛ خپل دلیل به وړاندې کوﺉ ترڅو موږ سره د انسان په پېژندنه کې لا مرسته وکړي او په دې باوري شو چې استثناء پکې شته!.