د امریکا ړ کانګریس پخواني غړي ډونا روهرا باکر په خپلې یوې تازه مرکه کې ویلي، چې که پاکستان د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له ملاتړ لاس وانخلي؛ نو افغانستان کې به روانه جګړه نوره هم دوام پیدا کړي.
نوموړي ویلي، چې پاکستان هره ورځ منظمې جنګي ډلې افغانستان ته لیږي او د خپلو ګټو په موخه یې په یاد هېواد کې جنګوي.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې بایډن باید له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو تر وتلو وړاندې په پاکستان فشار راولي، ترڅو په افغان سوله کې رېښتینې همکاري وکړي.
باید وویل شي، دا لومړی ځل نه دی، چې بهرني سیاستوال د پاکستان پر وړاندې دا ډول څرګندونې کوي؛ بلکې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر سیاستوالو یاد هېواد د ترهګرو ځاله بللې ده.