د بهرنیو جنګیالیو په شمول؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بهرنیو جنګیالیو په شمول؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 3 کاله دمخه (17/06/2021)
  • عبیدالله همرنګ
  • 1253

افغان ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۰۹ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواکونو په ننګرهار، غزني، پکتیا، لوګر، بامیان، کندهار، زابل، هرات، بادغیس، فاریاب، هلمند او کندز ولایتونو کې پر طالبانو عملیات کړي، چې په نتیجه کې یې ۱۴۸ طالبان وژل شوي او ۱۶۱ نور ټپیان دي.

د سرچینې په خبره، په همدې موده کې بیا د طالبانو ۱۲ کړۍ ماینونه هم د افغان ځواکونو له لوري له منځه وړل شوي دي.

باید یاده شي، چې په وژل شویو طالبانو کې یو شمېر یې بهرني جنګیالي هم شامل دي.