د بښنې نړیوال سازمان وایي، افغان چارواکي دې پر ملکي وګړو د بریدونو عاملان باید ونیسي او محاکمې ته یې راکش شي.
یاد سازمان د افغان حکومت له چارواکو غوښتي، چې په ملکي وګړو د بریدونو په اړه یوه خپلواکه او موثره پلټنه پیل کړي، څو دغه ډول بریدونو ته دې د پای ټکی کېښودل شي.
د جنوبي اسیا لپاره د دې لندن میشتي سازمان کمپاینرې سمیرا حمیدي پرون په یوه بیان کې وویل، چې د ملکیانو په نښه کول پرته له دې چې څوک مجازات شي، دوام لري.
د دغه سازمان غوښتنه له افغان حکومته داسې مهال ده، چې په همدا تېره یوه اوونۍ کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۴ ملکیان ووژل شول.
نوموړې همداراز ویلي، په داسې حال کې چې د سولې خبرې ټکنۍ شوي او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر ګړندۍ روان دی، دا ولسي وګړي دي چې په دې هېواد کې د جګړې درون تاوان ګالي.