د القاعده ډلې د بیا راپورته کېدو ګواښ؛ وېره او راتلونکی اقدام

د القاعده ډلې د بیا راپورته کېدو ګواښ؛ وېره او راتلونکی اقدام


  • 3 کاله دمخه (18/06/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1166

یو شمېر لوړ پوړي امریکايي چارواکي اندېښمن دي، چې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به په یاد هېواد کې القاعده ډله په پوره قوت سر راپورته کړي، چې بیا به نړۍ او امریکا ته په لوی ګواښ بدله شي.

رویټرز خبري اژانس په دې اړه د لوړ پوړو امریکايي چارواکو نظرونه اوریدلي او په خپاره کړي راپور کې یې ویلي، چې امریکايي چارواکي د بایډن په پرېکړې اندېښمن دي او وېره لري، چې ښايي افغانستان یو ځل بیا د القاعده ډلې پر مرکز بدل شي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر په افغانستان کې د القاعده ډلې د سر راپورته کېدلو په اړه اندېښنې وې؛ خو دا لومړی ځل دی، چې په دومره ګڼ شمېر لوړ پوړي امریکايي چارواکي دې برخې ته اندېښمن دي.

بل پلو بیا د امریکا د فاع وزارت وايي، چې له افغانستان څخه د سرتېرو تر وتلو وروسته به په یاد هېواد کې ترهګرې ډلې په پرلپسې ډول وڅاري او د اړتیا په صورت کې به نظامي مداخله هم وکړي.