پامیر قول اردو: د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ یې یوې بلې سیمې ته انتقال کړه.

پامیر قول اردو: د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ یې یوې بلې سیمې ته انتقال کړه.


  • 3 کاله دمخه (18/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1158

د هېواد په شمال کې د ۲۱۷ پامیر قول اردوا وایي، د بغلان د دهنې غوري ولسوالۍ د لنډمهال لپاره یوې بلې سیمې ته انتقال کړې ده.

د یادې قول اردو د اعلامیې له مخې د بغلان ولایت پوځي شورا د پرېکړې په اساس د سیمې خلکو ته د زیان رسېدو د مخنیوي، د لارو د بندېدو او د اکمالاتو په وخت نه‌رسېدلو له کبله د دهنه غوري امنیتي ځواکونه یوې بلې مناسبې سیمې ته لېږدول شوي دي. 

افغان چارواکو ویلي، له دې چارې یې موخه دا ده، چې له شته ځواکونو سمه ګټه پورته شي او یو ځل بیا د سیمو د چاڼ لپاره عملیات ترسره کړي.

خو له‌بلې خوا د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پرخپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي: له شینکۍ ولسوالۍ د زړورو اردو وتل استخباراتي راز دی. 

هغه وایي، په دغسې شېبو کې پکار نه ده چې عملیاتي رازونه د بیان ازادۍ په نوم بربنډ او دوښمن ترې ډېره ګټه واخلي.