د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له ترکي چارواکو سره په ترکیه کې لیدلي او ډاډ ورکړل شوی دی، چې له افغان سولې سره به د ترکیې همکاري ادامه لري.
ترکیې همدا راز ویلي، چې پاکستان به هم په افغان سوله کې رښتینې همکارۍ ته هڅوي او ډاډ یې ورکړی دی، چې یاد هېواد به د جګړې په ختمولو کې مرسته کوي.
حنیف اتمر هم د افغان سولې لپاره د سیمې د هېوادنو همکاري مهمه بللې او ویلي یې دي، چې ترکیه هم افغان سوله کې ډېره همکاري کولای شي.