پرون د غبرګولي په اته ویشتمه انتونیو ګوترش د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ لخوا د پنځه نورو کلونو لپاره د یاد سازمان عمومي منشي وټاکل شو.
د ملګرو ملتونو سازمان ۱۹۳ غړي هېوادونه لري، چې مشري یې د دوهم ځل لپاره انتونیو ګوترش ته ورکړل شوه.
د ۷۲ کلن ګوترش نوی ماموریت به د راتلونکي ۲۰۲۲ کال له لومړۍ میاشتې پیل شي.
د نړۍ ګڼو چارواکو انتونیو ګوترش ته په یاد پوست د بیا ټاکل کېدو له امله مبارکي ورکړې ده.