ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي


  • 3 کاله دمخه (19/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1136

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وايي هېواد یې افغان سولې سره  بشپړه همکاري کوي او ویلي یې دي چې د افغانانو تر څنګ به د ترهګرۍ پر ضد ولاړ وي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر یادې خبرې په ترکیه کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا له رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په خبرو کې کړي دي.

د ملي مصالحې د عالي شورا د معلوماتو له مخې عبدالله عبدالله په یاده لیدنه کې د ترکیې رول د سولې په برخه کې مهم بللی او په دغه بهیر کې یې د بشپړې همکارۍ ټینګار کړی دی.

ترکي چارواکو ټینګار کړی، چې له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د سولې په برخه کې پوره همکاري کوو.

له دې وړاندې حنیف اتمر هم په یاد هېواد کې له بیلا بیلو چارواکو سره کتلي ول او د سولې په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی وه.