د طالبانو جګړو د روان کال درېیو میاشتو کې ۱۸۴۰۰ کورنۍبې ځایه کړې.

د طالبانو جګړو د روان کال درېیو میاشتو کې ۱۸۴۰۰ کورنۍبې ځایه کړې.


  • 3 کاله دمخه (19/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1491

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د طالبانو د جګړو له کبله د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۸۴۰۰ کورنۍ له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي‌دي. 

د دغه وزارت ویاند عبدالباسط انصاري وایي، دغه شمېر کورنۍ شااو‌خوا ۱۲۸۸۰۰ کسان کېږي، چې سږکال له خپلو مېنو نورو امنو سیمو ته کوچېدلي دي.

د انصاري په وینا، دوی د طالبانو د جګړو او ناامنیو له کبله په بېلابېلو ولایتونو لکه: کندهار، هلمند، فراه، کندز، لغمان، بغلان او ځینو نورو ولایتونو کې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي. 

د ویلو ده، چې تېرکال په افغانستان کې ۹۲،۰۰۰ کورنۍ د طالبانو د جګړو او نورو ستونزو له کبله بې‌ځایه شوې وې.

له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو تر پرېکړې وروسته طالبانو د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې جګړې تېزې کړې دي، چې له امله یې ډېر زیان ملکیانو ګاللی دی.

بل لورته ملګري ملتونه هم وایي، طالبانو په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات کړی دی او له دغې ډلې غواړي، چې د خبرو مېز ته راوګرځي او نور د بې‌ګناه افغانانو له وژنو دې لاس واخلي.