شاه محمود قریشي؛ که د طالبانو ویاند

شاه محمود قریشي؛ که د طالبانو ویاند


  • 3 کاله دمخه (19/06/2021)
  • سید خالد سادات
  • 2022

طلوع نيوز سره مې د پاکستان خارجه شاه محمود قريشي مرکه ليده. قريشي ۲۰۱۱ م کال کې د پيپلز ګوند په سهم کې د بهرنيو چارو وزير پاتې شوی. د پاکستان ايسټبليشمنټ په اواخرو کې د ملکي حکومت کنټرول لپاره ځانګړي مايکونه پيدا کړي چې يو يې قريشي دی.‌کله يې د پيپلز ګوند نه راوباسي او کله يې د تحريک انصاف پارټۍ څخه لوبوي. لومړی خو دا چې پدې حساس وخت کې ولې دغه مرکه نشر شوه. ماته د ۱۹۸۸ م کال ژنيو ناکامو مذاکراتو پر مهال د پاکستان خارجه وزير صاحبزاده رول سترګو ته ودريد چې د مجاهدينو په نماينده ګۍ يې لوباوه. قريشي کټ مټ د پاکستان ګټو لپاره د صاحبزاده رول لوبوي اما په يو توپير چې دا ځل د طالبانو نماينده ګي کوي. 

د‌ مرکې ډيری برخه کې قريشي د پاکستان مسوليتونه او له افغان جګړې څخه متوجه تقصيرونو نه تيښته کوله. طالبان يې خودجوشه او د ازادۍ لوبغاړي پيژندل. د کابل ورانۍ او د طالبانو په اوسني فعاليت کې يې پاکستان سپين چرګ په ميدان ودراوه. د ډيورنډ کرښه باندې يې ډير تمرکز او پر امرانه لهجه يې د قبلولو خبره افغانانو ته ځانګړی پيغام لري او هغه دا چې پاکستان د افغان جګړې په نهایت کې د ډيورنډ کرښې په رسميت پيژندل او د افغانستان په چارو کې ستراتيژيک عمق غواړي.

مهمه خبره چې مونږ ته جوته شوه هغه د سياست په چوکاټ کې د خپلو ګټو ساتلو لپاره د زمري او ګيدړې رول لوبول دي.‌ امريکايي ليکوال مايکل لوير وايي چې سياست کې به د خپلو ګټو تحفظ په خاطر ځان څخه کله ګيدړه او کله هم د زمري رول لوبوې. قريشي نن وښوده چې د پاکستان ګټو لپاره بايد مونږ څنګه مخته لاړ شو. اسامه ايبټ اباد کې پيدا شو اما د اسامه په چپټر يې بحث ونکړ. امريکايانو سره اډو پر ورکړې لکه ګيدړه غلی شو اما د طالبانو په نماينده ګۍ لکه زمری غړمبيده. 

په ټوله کې د قريشي مرکې مونږ ته واضح او ښکاره پيغامونه درلودل. که يو شو نو طبيعي خبره ده چې دښمن به مو مات کړي او که خپلو کې تیت او پرک پاتې شو ، بيا به مړ او پړ دواړه په خپله يو.