د کورنیو چارو وزارت: له طالبانو د سیمو د بېرته نیولو پر پلان کار روان دی.

د کورنیو چارو وزارت: له طالبانو د سیمو د بېرته نیولو پر پلان کار روان دی.


  • 3 کاله دمخه (20/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1324

د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه سیمې او یا ولسوالۍ چې طالبان یې د نیولو ادعا کوي د بیرته نیولو پر پلان یې کار روان کړی دی او ژر به یې له مخې اجرآت وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق ارین نن رسنیو ته په لېږلې غږیز پیغام کې ویلي، حکومت په نوي جنګي وضعیت کې دی او په خبره یې وروستی پر مختګ او شا تګ د طالبانو د بریالي کېدو په مانا نه دی.

د ښاغلي ارین په وینا، د طالبانو د وروستیو تحرکات مخنیوی شوی او زیاتوي، چې په کندهار، هلمند او کندز کې یې له درنې مرک ژوبلې سره ماتې خوړلې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین رسنیو ته په لېږلي غږیز پیغام کې زیاته کړې: "زموږ امنیتي سرتېري په ګرمو سنګرونو کې ناست دي، اجازه نه ورکوي چې د هېواد کومه برخه د تل لپاره سقوط شي، هغه ولسوالۍ چې طالبان یې د نیولو ادعا کوي موږ یې پلان او تدابیر سنجولي دي، د بېرته نیولو او طالبانو د ځپلو لپاره زموږ پرورګرامونه د اجراکېدو په حالت کې دي."

افغان چارواکي وایي، د سرتېرو شاتګ په دې مانا نه دی، چې ګواکې ولسوالۍ یې طالبانو ته پرې اېښي دي.

د چارواکو په خبره، د ځینو ولسوالیو له مرکزونو څخه یې تکتیکي شاتګ کړی دی او زیاتوي، چې دا یو استخباراتي راز دی، اړتیا نشته چې هر څه دې رسنیو ته څرګند شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ارګ لخوا د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره نوي سرپرستان وټاکل شول.

په دغو جوړو شویو مراسمو کې ولسمشر غني هم څرګندونې کړې دي، چې په وینا یې موږ د سولې لپاره منظمه طرحه له نړیوالو او افغانانو سره شریکه کړه، خو د طالب طرحه چېرته ده؟

نوموړي وویل: "طالبان د تورو شبکو په اشاره افغانستان ورانوي، دوی باید یو انتخاب وکړي، سوله کوي او که له افغان ولس سره دښمنۍ ته دوام ورکوي؟ که دښمني کوي، ولس به یې په قاطعیت ځواب ورکړي." 

د هېواد ولسمشر ښاغلي غني همداراز زیاته کړه او ویې ویل: "موږ د مسوول نظام او مشروع دولت په توګه په جګړه کې ټولو بشري قوانینو ته ژمن یوو، خو طالبانو دغه ټول قوانین تر پښو لاندې کړي او افغانستان ورانوي."