چارواکي: ننګرهار کې پنځلس طالبان د سولې بهير سره يو ځاي شول.

چارواکي: ننګرهار کې پنځلس طالبان د سولې بهير سره يو ځاي شول.


  • 3 کاله دمخه (20/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1388

د ننګرهار د والي وياند، عطاءالله خوږياڼی وايي، د ملي امنيت ریاست کې پنځلس طالبان، چې په پچير اګام، خوږياڼو، شېرزادو، سره رود او اچين ولسواليو کې يې تخريبي او تروريستي کړنې تر سره کولې خپلو وسلو سره د سولې بهير سره يو ځای شوي دي.

خوږیاڼی وایي، يادو طالبانو په خپلو تېرو کړنو پښيماني وښوده او زياته يې کړه چې د پاکستان له لوري هڅول شوي و ترڅو په خپل هېواد کې تخريبي کړني ترسره کړي؛ خو په دې وروستيو کې د حقيقت په درک کولو سره له مخالفت لاس په سر او د سولې بهير سره يو ځای شول.

د ننګرهار د والي ویاند د مالوماتو له‌مخې، دوی ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به د عادي افغانانو په څېر ژوند وکړي او د خپل هېواد په ابادۍ کې به برخه واخلي.