مُقری؛ روحیه ورکوونکی هنرمند

مُقری؛ روحیه ورکوونکی هنرمند


  • 4 مياشتي دمخه (20/06/2021)
  • نعمان دوست
  • 425

له کابله ښاریان داسې په تېښته وو لکه د غرڅو په ډله چې وږي پړانګان ور منډه کړي. کابل نړیده، کابل په وینو لړل کیده او د کابل عزتونه لیلامیدل. بې وسه کابل د تنظیمونو خونړیو منګولو ته غورځیدلی و او هر چا کوښښ کاوه چې د جنرال اختر عبدالرحمان دا شعار ( !Kabul must burn – کابل باید وسوزول شي)، په یواځې ځان عملي کړي.

په همدغو شپو ورځو کې د یوه میلمه کوربانه وو. دا پخوانی نظامي صاحب منصب هم له روان وحشته، له خپلې کورنۍ سره راتښتیدلی و. 

اوړي کې د لغمان هوا ګرمه وي. موږ به لمر لویدو سره سم بامونو ته ختلو، هملته به مو د شپې ډوډۍ خوړه او هملته به ویده کیدو.

میلمه سره د بام په سر ناست وم. هغه د کابل کیسې کولې، د سترګو لیدلی حال یې بیانوه. اسمان کې ستوري غونچه غونچه کیدل، تا به ویل دوی هم کیسې ته غوږ غوږ دي. یو دم به اسمان کې نرۍ کرښه جوړه شوه، تا به ویل بیا په کابل ښار میزایل وتوغول شو. 

میلمه خپه و. هغه ته ناسم احوال راغلی و. چا ورته ویلي و چې عبدالله مقری ګلم جمو له موټره ښکته کړی او بیا یې قتل کړی دی. د میلمه چورت انجړ و. 

هغه ویل : چې کله به له هرې خوا جګړه شدیده شوه، نو چې پوستو کې به مو د مقري استاذ په غږ کې له راډیو دا سندره واوریده:

چاته به سر ټیټ نکړم، څو چې روح مې تن کې وي - چاته به سر ټیټ نکړم، څو چې روح مې تن کې وي

دلته افغانان اوسي، دا د توریالو وطن – دا د ننګیالو وطن دا د ننګیالو وطن

نو وینې به مو تودې شوې، مورال به مو لوړ شو او مقاومت به راته اسانه شو. 

میلمه دا هم ویل چې د مقري په غږ کې انقلابي او ولوله انګیزو سندرو به د راکټونو تر بریدونو لاندې ښاریان هم دومره جذباتي کړل چې ویره به یې له سترګو وتښتیده او داسې به بې پروا ګرځیدل لکه هیڅ خبره چې نه وي.

میلمه د هغه وخت کیسې کولې چې شورویان وتلي وو. ډاکټر نجیب د سولې چیغې وهلې خو مقابل لوري ته سوله کسر شان ښکاریده. خپل زور ته مغروره وو. په زور نیولو ورته بل ډول خوند ورکاوه چې په پایله کې یې ټول وطن د خپل خوند قرباني کړ.  

د میلمه په دې خبرو ماته هريپور کیمپ رایاد شو. هلته به مې په څه خوارۍ کابل راډیو اوریده. 

او چې کله به مې دا سندره واوریده: 

دا د ازادۍ خاوره دا د جګو غرو وطن

دا د ننګیالو وطن، دا د ننګیالو وطن

خپل وطن پسې به مې ماشوم زړه، نرۍ نرۍ څړیکې وکړې. د خپلې خاورې د جدایۍ تاو به مې سترګې راډکې کړې او...

مرحوم مقري د وطن د درد سندرې وویلې، انقلابي او حماسي سندرې یې وویلې. د افغاني غرور د ژوندي ساتلو سندرې یې وویلې او... 

بالاخره هغه مقری چې هیچا ته یې سر نه ټیټاوه، د اجل استازي ته یې سر ټیټ کړ او د تل لپاره یې دا خاکي کُره پریښوده.

کاش،

د وطن په مینه کې دې ستي بلبل خو د خپل ګلشن ښې ورځې هم لیدلې وای، سخت ډک زړه روان شو.

الله دې وبخښي.