د روان کال PSL سیالیو کې چا ډېرې منډې کړي او چا دېرې ویکټې اخیستي؟

د روان کال PSL سیالیو کې چا ډېرې منډې کړي او چا دېرې ویکټې اخیستي؟


  • 3 کاله دمخه (21/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1440

د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو وروستیو لوبو ته رسیدلی دی.

په دغه لیګ کې د کورنیو لوبغاړو تر څنګ د افغانستان په شمول د نړۍ له بیلا بیلو هېوادونو لوبغاړي برخوال دي.

په یاد لیګ کې تر اوسه زیاتې منډې د کراچۍ کینګز لوبډلې لوبغاړي بابر اعظم کړي. بابر په لسو پاڼیو کې تر اوسه ۵۰۱ منډې جوړې کړي او په ۷۱ اوریج لوبیدلی دی.

ورپسې د ملتان سلطان لوبډلې، لوبډلمشر محمد رضوان دی. رضوان په لسو اننګزونو کې ۴۷۰ منډې کړي او په ۵۲ اوریج سره لوبیدلی دی.

دریم ځای کې د کویټې لوبډلې، لوبډلمشر سرفراز احمد دی، سرفراز تر اوسه په لسو پاڼیو کې ۳۲۱ منډې جوړې کړي دي.

PSL کې تر اوسه زیاتې ویکټې د ملتان سلطان لوبډلې لوبغاړي شاه نواز داني اخیستي. داني په ۹ لوبو کې تر اوسه ۲۰ لوبغاړي سوځولي دي.

دوهم ځای کې د لاهور قلندرز لوبډلې لوبغاړی شاهین شاه افریدی دی، افريدي تر اوسه په لسو لوبو کې ۱۶ لوبغاړي سوځولي دي.

او دریم ځای کې د پېښور زلمي لوبډلې، لوبډلمشر وهاب ریاض دی. وهاب ریاض تر اوسه په ۹ لوبو کې ۱۴ لوبغاړي سوځولي دي.

یاد لیګ د روانې جون میاشتې په ۲۳ مه نېټه پای ته رسیږي.