ایران وايي: د واک لېږد مو په دریځ هېڅ اغیز نه کوي

ایران وايي: د واک لېږد مو په دریځ هېڅ اغیز نه کوي


  • 5 مياشتي دمخه (21/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 273

د ځواکمنو هېوادونو سره د ایران د مذاکرتي ټیم مشر عباس عراقچي وايي، چې د واک لېږد مو په دریځ هېڅ اغېز نه کوي.

ده همدا راز ویلي، چې د اټومي مسایلو په تړاو به مذاکرات همداسې روان وي او په وینا دوی په خپل دریځ ولاړ دي.

ایراني چارواکي دا خبرې په داسې مهال کوي، چې امریکا سره د ایران مذاکرات روان دي؛ خو تر اوسه یې محسوسه پایله نه ده لرلې.

بل خوا بیا یو شمېر سرچینې وايي، چې د امریکا او ایران په مذاکراتو کې لس ورځینی ځنډ هم رامنځته شوی دی.