له سیاسي رهبرانو سره د ولسمشر غني ناسته؛ له ولسي ملاتړ نه دې اعظمي ګټه واخیستل شي.

له سیاسي رهبرانو سره د ولسمشر غني ناسته؛ له ولسي ملاتړ نه دې اعظمي ګټه واخیستل شي.


  • 3 کاله دمخه (21/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1271

ولسمشر غني د هېواد له سیاسي او جهادي رهبرانو سره د خپلو لیدنو پر دوام نن یو ځل بیا لیدلي او ټینګار شوی، چې د جمهوري نظام له قوي ولسي ملاتړ نه باید اعظمي ګټه واخیستل شي.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی، چې د سولې پروسه د افغانستان اسلامي جمهوريت لومړیتوب دی او د دې بهیر ټول راتلونکي ګامونه به په تفاهم او اجماع اخیستل کېږي.

د ارګ د اعلامیې له‌مخې، په ناسته کې دا ټینګار هم شوی، چې د سولې او ثبات د تامین، د جمهوری نظام د استحکام او د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره، واحد صف او قوي سیاسي اجماع مهمه ده.

ورته مهال په دې ناسته کې امریکا ته د ولسمشر غني او مل پلاوي د متوقع سفر په اړه هم مشوره شوې ده او دا سفر یې مهم بللی دی.

ولسمشر غني دغه‌راز د واحد صف د استحکام او د سیاسي اجماع د تحکیم لپاره دغه ډول ناستې مهمې بللې دي او پرېکړه شوې، چې دا ناستې به دوام وکړي.

ولسمشر غني داسې مهال د هېواد سیاسي او جهادي رهبرانو سره ګوري، چې د سپینې ماڼۍ د مالوماتو له‌مخې، ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د راتلوونکې جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر جوبایډن په رسمي بلنه دغه هېواد ته ورځي.