چارواکي: د ننګرهار په اچین او حصارک ولسوالیو کې د پاکستاني‌اتباعو په ګډون ۷۳ طالبان وژل شوي.

چارواکي: د ننګرهار په اچین او حصارک ولسوالیو کې د پاکستاني‌اتباعو په ګډون ۷۳ طالبان وژل شوي.


  • 3 کاله دمخه (21/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1355

د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، د دې ولایت اچین او حصارک ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني‌اتباعو په ګډون ۷۳ تنه طالبان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي. 

هغه خبر پاڼه چې په همدې تړاو د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر څخه خپره شوې په‌کې راغلي، چې د اچين ولسوالۍ بېلابېلو سيمو کې تېره شپه د سيمه يیزې اردو او ولسي پاڅوون‌کوونکو په ځوابيه بريد کې د پاکستانيانو غړیو په ګډون ۴۰ طالبان وژل شوي دي.

دغه رسنیز دفتر زیاتوي، بل لور ته په ياده ولسوالۍ کې د ملي اردو په ځوابيه بريد کې د طالبانو قوماندان سيف الدين کوچي اته غړي چې په‌کې پاکستاني اتباع هم شامل دي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت انلاین رسنیز دفتر د یو بل خبر له‌مخې، حصارک ولسوالۍ کې تېره شپه د طالبانو ډله‌ييز بريد په شا تمبول شوی، چې پر مهال يې ۲۵ طالبان وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان دي.

د معلوماتو له مخې د جګړې په سيمه کې د طالبانو جسدونه اوس هم شتون لري او د سرچینې په خبره امنيتي ځواکونه د هر ډول تهديد پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.

باید وویل شي، چې تېره ورځ په دې ولایت کې پنځلس تنه هغه وسله‌وال مخالفین له خپلو وسلو سره د سولې روانې پروسې بهیر سره یو ځای شول، چې په پچير اګام، خوږياڼو، شېرزادو، سره رود او اچين ولسواليو کې يې تخريبي او تروريستي کړنې تر سره کولې.