د شپږم پړاو سوپر لیګ سیالیو کې تېره شپه ملتان سلطان او اسلام اباد یونایټيډ لوبډلې سره مخامخ وې.
په دغې لوبه کې پچه د ملتان لوبډلې وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه.
ملتان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۰ منډې جوړې کړې او د ۱۸۱ منډو هدف یې اسلام اباد لوبډلې ته کېښود.
د ملتان لوبډلې لپاره خوشدل شاه ۴۲ او سهیب مقصود ۵۹ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.
د اسلام اباد لپاره بیا شاداب خان او فهیم اشرف دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شوای کړای او په ۱۴۹ منډو یې ټوله لوبډله وسوځېده.
د اسلام اباد لپاره عثمان خواجه ۷۰ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې؛ خو د لوبډلې په درد دوا نه شوې.
د ملتان سلطان لوبډلې لپاره بلیسینګ مزرباني او سهیل تنویر درې درې لوبغاړي وسوځول.
ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه سهیل تنویر ته ورکول شوه. تنویر په ۴ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې وې او درې مهم لوبغاړي یې سوځولي ول.