د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ایران له نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي سره ټیلفوني خبرې کړي او د مبارکۍ تر څنګ ورسره په دوه اړخیزو اړیکو غږیدلي دي.
ولسمشر غني ویلي، چې ایران او افغانستان سره فرهنګي او ژورې تاریخي اړیکې لري. ده ویلي د نوي ولسمشر په راتګ سره به د ایران سره د افغانستان اړیکې لا پراخې شي.
ابراهیم رئیسي هم افغانستان د ایران ښه ګاونډی او ملګری هېواد بللی دی او له افغانستان سره یې د اړیکو د پراختیا خبره کړې کړې ده.