له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۳۴ طالبان وژل شوي او ۱۰۳ تنه ټپیان شوي دي.
همداراز د وسلوالو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د دې په خوا کې ۵۷ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي.
خبر پاڼه کې وړاندې راځي، چې دغه طالبان د هېواد لوګر، ننګرهار، پکتیکا، خوست، کندهار، زابل، فاریاب، بلخ، سمنګان، هلمند، تخار، بغلان، پروان، کندز او کابل ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
باید یاده شي، چې تېره ورځ هم په مختلفو ولایتونو کې ۱۷۲ طالبان وژل شوي ول او ۵۳ تنه ټپیان شوي ول.