د بدخشان د شورابک بند چارې بشپړې شوې

د بدخشان د شورابک بند چارې بشپړې شوې


  • 3 کاله دمخه (22/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1365

د اوبو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې د بدخشان د شورابک بند کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اوبو د ملې ادارې د معلوماتو له مخې دغه بند د جرمني له خوا په ۴۵ میلیونه یورو جوړ شوی دی، چې درې توربینونونه لري.

یاد بند ۷.۵ میګا واټه بریښنا لري او د فیض اباد د ښار ۲۵ زره کورنیو ته بریښنا رسوي.

باید یاده شي، چې افغانستان د زیاتو اوبو په شتون کې له ګاونډیو هېوادونو بریښنا واردوي.

خو عام باور دا دی که چېرته ورته نور بندونه جوړ شي نو د پردیو له احتیاجه به خلاص شوي یو.