په ستراتیژیکو چارو د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي، طالبانو په تېر یوه میاشت کې یو ځل بیا خپله اصلي څېره خلکو ته بربنډه کړه او ثابته یې کړه چې دوی هېڅ تغیر نه دی کړی.
هغه زیاته کړې، دغه ډله اوس هم د انساني حقونو په ګډون هېڅ کومې ازادۍ ته ژمن نه دي.
وحید عمر نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې د طالبانو جګړې خپل مشروعیت بایللی دی او اوس دا ټولو ته څرګنده ده چې دغه ډله د افغانستان له ملت، تاسیساتو او پرمختګ سره ښکاره دښمني لري.
نوموړي همدارنګه د طالبانو لهخوا د دوی د خوښې نظام جوړېدو غوښتنې ته په اشارې ویلي، د ملا برادر په ګډون د دغې ډلې هېڅ مشر هم د دوی د خوښې نظام څخه واضح تعریف نه لري او دا قیاس کېدلی شي، چې د دوی د خوښې نظام څخه د دغې ډلې تعریف تیارو ته بیا ستنېدل او له پرمختګه د خلکو په کلکه منع کول دي.
ورته مهال عمر د دوی لهلوري روانو وژنو ته په کتو ویلي، طالبان غواړي پر قبرونو واکمني وکړي او له دې پرته بله کومه موخه نهلري.
ښاغلی عمر وایي، که چېرته طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي نو نه یوازې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو بلکې د ځینې سیمو په څېر به د افغان ولس له توند غبرګون سره مخ شي.