د هرات پوهنتون محصلینو د اکسېجن تولید دستګاه جوه کړه.

د هرات پوهنتون محصلینو د اکسېجن تولید دستګاه جوه کړه.


  • 3 کاله دمخه (23/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1281

هرات پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رباتیک ځوانانو ډلې له لوري د اکسېجن تولید دستګاه جوړه شوې ده. 

د هرات ولایت مقام په یوه خبر پاڼه کې وایي، دغه دستګاه باندې۵۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د نورو دستګاه وو په پرتله یې کیفیت لوړ او بیه ټيټه ده.

د سرچینې د مالوماتو پر بنسټ، دغه دستګاه په هره یوه دقیقه کې د اووه نیم لېتره اکسیجن د تولید وړتیا لري او د اکسېجن ۹۵ سلنه خالص دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په هرات کې د ښځینه زده کوونکو له لوري د  مصنوعي تنفسي لاسي وسایل هم جوړ شوي وو.