حنیف اتمر: طالبان د هېواد د ابادولو فکر نه کوي؛ ځکه یې جګړې زیاتې کړي دي

حنیف اتمر: طالبان د هېواد د ابادولو فکر نه کوي؛ ځکه یې جګړې زیاتې کړي دي


  • 3 کاله دمخه (23/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1012

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی؛ جګړې لا هم شدیدې شوي دي.

دی وايي، چې طالبانو له امریکا سره هوکړه کړې وه، چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي او تاوتریخوالي به کموي؛ خو تر اوسه هیڅ هم نه دي شوي.

اتمر وايي، چې طالبان لا هم له القاعده ډلې سره اړیکه لري او عملاً له دوی سره په جګړو کې مرسته کوي.

اتمر په نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې د طالبانو په کړنو چوپ پاتې نه شي او پر وړاندې دې غږ پورته کړي.

حنیف اتمر دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د طالبانو په جګړو کې هره ورځ ملکي وګړي وژل کېږي.