افغان پوځ د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال د هېواد په لسو ولایتونو کې ۳۳۸ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
ګډو افغان ځواکونو په یادې موده کې په مخامخ بریدونو او نښتو کې ۲۰۹ طالبان وژلي او ۱۲۹ نور یې ټپیان کړي دي.
د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په ورته وخت کې همداراز د یادې ډلې ګڼ شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
د سرچینې په حواله، د دې په خوا کې ۱۵ بېلابېل ډوله هغه ماینونه، چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو او افغان ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پر ځای کړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي دي.
د سرچینې په خبره، دغه طالبان د هېواد لوګر، ننګرهار، کندهار، فراه، هرات، بلخ، هلمند، کندز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د یادونې ده، چې تېره ورځ هم د دغې ډلې ۳۳۷ تنه جنګیالي له افغان ځواکونو سره په بریدونو او نښتو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
په وروستیو کې طالبانو جګړو ته شدت ور کړی، چې ور سره هممهاله د افغان پوځ له لوري پر طالبانو ځمکني، توپچي او هوایي بریدونه زیات کړي، چې په ترڅ کې د درنې مرګ ژوبلې سربېره د دغې ډلې زیات شمېر وسلې، مهمات او پټنځاینونه له منځه تللي دي.