چارواکي: کاپیسا کې د اوبو رسولو پنځه شبکې جوړې شوې.

چارواکي: کاپیسا کې د اوبو رسولو پنځه شبکې جوړې شوې.


  • 3 کاله دمخه (23/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1346

چارواکي وایي، د کاپیسا ولایت په مرکز کې د څښاک د اوبو رسولو پنځه شبکې تر جوړېدنې وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د دې ولایت د مرکز په کره تاز، سور غندیر نمبر یک او دو، زراعت عاشقان او تخن کوه نواباد کلیو کې د ۱۶.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو ۵ شبکې تر جوړېدنې وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت مسؤولین وایي، د دې شبکو د جوړولو په ترڅ کې لسګونه کاري ورځې هم رامنځته شوې وې او تر بشپړتیا وروسته یې ۵۶۶ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو څخه برخمنې شوې دي.