د پاکستان د پنجاب ایالت په لاهور ښار کې یوې درنې ماین چاودنې نوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ځایي رسنیو د راپورونو لهمخې، دغه چاودنه نن تر غرمې وړاندې د دې ایالت "جوهر ټاون" سیمه کې رامنځته شوې، چې له کبله یې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه اوولس نور یې ټپیان کړي دي.
راپورونه همداراز زیاتوي، چې د چاودنې له امله په سیمه کې سخت مالي زیانونه هم اوښتي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، تر دې مهاله د دغې چاودنې څرنګوالی ظاهر نه دی، خو په وینا یې، چې دوی خپلې څېړنې پیل کړې دي.