روغتیا وزارت: په ټول هېواد کې د قرنطین موده د دوو نورو اونیو لپاره هم وغځول شوه.

روغتیا وزارت: په ټول هېواد کې د قرنطین موده د دوو نورو اونیو لپاره هم وغځول شوه.


  • 3 کاله دمخه (23/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1215

‏د عامې روغتيا وزارت په یوه اعلامیه کې وايي «د عامې روغتیا وزارت د تخنیکي غونډې د پرېکړې له مخې، د کورونا ویروس ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي د وقایوي تدابیرو د نیولو په پار هغه قرنطین چې د ٢٢/٣/١٤٠٠ نېټې څخه د دوه اونیو لپاره وضع شوی وو، د ١٨/٤/١٤٠٠ نېټې پورې د دوه نورو اونیو لپاره وغځول شو.»

‏د دې وزارت د مالوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ټول دولتي او خصوصي تحصیلي ادارې، ښوونځي، انسټیټیوټونه، پوهنتونونه، کورسونه، دیني مدرسې او وړکتونونه به د ١٤٠٠ کال د چنګاښ تر ١٨ نېټې پورې رخصت وي.

دغه وزارت له هېواد والو غوښتي، چې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي، څو د ځان او ټولنې غړیو ژوند وژغورل شي. 

د ویلو ده، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس درېیمه او خطرناکه څپه لا هم په شدت سره روانه ده.

د سرچینې په حواله، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۷۵ تنه په کرونا اخته شوي او په یاده موده کې د ټول هېواد په کچه د کرونا ویروس له کبله ۸۶ تنه مړه او ۵۳۷ تنه نور بیا بېرته روغ شوي دي.