ولسمشر غني په یو رسمي سفر امریکا ته ولاړ.

ولسمشر غني په یو رسمي سفر امریکا ته ولاړ.


  • 3 کاله دمخه (24/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1206

افغان ولسمشر محمداشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر، تېر ماسخوتن د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري امریکا ته روان شوی دی. 

د ارګ له‌لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي شوي، چې ولسمشر غني به د دې سفر پرمهال د امریکا ولسمشر جوبایډن، د دې هېواد یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو، د کانګرس او سنا غړو او یو شمېر اغېزناکو شخصیتونو سره په بېلابېلو کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د دوام، ډيپلوماتیکو اړیکو د لا پياوړتیا، د افغان ځواکونو د د تمویل او تجهیز، د تروریزم ضد مبارزې او له افغانستان سره په اقتصادي او انکشافي برخو کې د امریکا د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړي.

د معلوماتو پر اساس، د هېواد ولسمشر سره په دې سفر کې د جمهوررئيس لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د عامه او ستراتیژيکو اړیکو ادارې رئيس وحید عمر، د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، ډاکتر حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئيسه شهرزاد اکبر ملتیا کوي.

د ویلو ده، چې ولسمشر غني تر دې وړاندې د ملي دفاع وزارت د امنیتي ځواکونو د واحدې ادارې د سوق مرکز ته تللی او له نږدې یې د ټول هېواد امنیتي وضعیت ارزولی دی.

د سرچینې په حواله، ولسمشر همداراز د سوق ادارې همغږي وستایله او د افغان ځواکونو رهبري ته یې دنده وسپارله چې په قاطعیت د افغانستان له هرې لویشتې خاورې دفاع وکړي، دښمنانو ته په قاطعیت ځواب ورکړي او امنیتي ځواکونو ته دې پر وخت هر اړخیزه رسیدګي وشي.

ولسمشر غني امریکا ته داسې مهال سفر کوي، چې هېواد کې وروستو کې د طالبانو له‌لوري جګړې تېزې شوې دي. طالبان د ځینو سیمو د نیولو او افغان دولت د یادې ډلې د ځپلو راپورونه ورکوي.