قطر: هڅه کوو طالبان د خبرو مېز ته را وبولوو.

قطر: هڅه کوو طالبان د خبرو مېز ته را وبولوو.


  • 2 کاله دمخه (24/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1403

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره غږیدلی او په افغان سوله یې خبرې ورسره کړي دي.

قطر یو ځل بیا له افغان لوري سره په سوداګریزه، اقتصادي او سولې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی او ویلي دي، چې هڅه کوي په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي تل یې هڅه کړې، چې د جګړې ښکیل اړخونه خبرو ته وهڅوي او روان مذاکرات چټک شي.

حنیف اتمر هم قطر دوست هېواد ګڼلی او په افغان سوله کې یې د یاد هېواد له چارواکو څخه د لا همکارۍ غوښتنه کړې ده.