ایران کې ترافیکي پېښې ۲۳ خبریالانو ته مرګ ژوبله واړوله

ایران کې ترافیکي پېښې ۲۳ خبریالانو ته مرګ ژوبله واړوله


  • 3 کاله دمخه (24/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1000

ایران هېواد کې د یوې ترافیکي پېښې له امله، ۲۳ تنه خبریالانو ته مرګ ژوبله اړول شوې ده.

د ایران یو دولتي خبري اژانس وايي، چې د دې هېواد لوېدیځ لور ته، پرون ورځ د بس اوښتو پېښه کې لږ تر لږه دوه خبریالان مړه شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

د معلوماتو پر بنسټ، په دې بس کې ۲۵ خبریالان وو او له تهرانه، د ایران لوېدیځ اذربایجان ایالت ته د بیارغاونې یوې پروژې لیدو ته روان شوي وو.

لا هم نه ده ظاهره شوې، چې یاد بس څرګنه اوښتی دی؟ خو ټپي شوي خبریالان روغتون ته لېږدول شوي دي. 

ایراني چارواکو رسنیو ته ویلي، چې مړه شوي خبریالان، د مشهېد کریمي او ریحانه یاسیني په نامه دي. 

د یادونې ده، د شمېرو له‌مخې ایران هېواد کې د ټرافیکي پېښو له کبله هر کال لږ تر لږه ۱۷۰۰۰ کسان مړه کېږي.