انګلینډ میلمنه لوبډله ماته کړه

انګلینډ میلمنه لوبډله ماته کړه


  • 3 کاله دمخه (24/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1013

د انګلستان او سریلانکا تر منځ د درې شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه د جون په ۲۳ مه د شپې ناوخته ترسره شوه.

په دغې لوبه کې پچه د سرلانکا لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

سریلانکا لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې جوړې کړې او د ۱۳۰ منډو هدف یې کوربنې انګلینډ لوبډلې ته کېښود.

د سریلانکا لپاره په توپ وهنه کې کوشل پریرا ۳۰ او ډاسن شینیکا ۵۰ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

د انګلستان لپاره عادل رشید او سام کرن دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

کوربه انګلستان لوبډلې ټاکل شوی هدف په اسانۍ سره په اتلسم اور کې پوره او په اته ویکټو یې میلمنې سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د انګلستان لپاره جېسن رای ۳۶ او جوس بټلر ۶۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره اودانا او چمېرا یو یو لوبغاړی وسوځوه.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه جوس بټلر ته ورکول شوه، چې ۶۸ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې وې.

د دواړو هېوادونو تر منځ دوهمه شل اوریزه لوبه نن د شپې ناوخته د افغانستان په وخت  شاوخوا لس بجې شروع کېږي.