امریکا وایي، چې دوی له افغانستان سره ژورې او دوستانه اړیکې لري او په خبره یې دې اړیکو ته په ارزښت قایل دي.
دا څرګندونې د امریکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي ولسمشر محمداشرف غني سره په واشنګټن کې د لیدنې پر مهال کړې دي.
د ارګ د معلوماتو لهمخې، چې اغې پلوسي همداراز ولسمشر غني او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان او امریکا اړیکې دوستانه او نږدې وې او اوس د دغو اړیکو نوې مرحلې ته داخل شوي یوو.
نوموړې دغهراز له افغانستان سره د بشري مرستو د ښځو او نجونو د مقام پیاوړتیا د ډاډ ترڅنګ، په دې برخه کې د ولسمشر د رهبرۍ او د هیواد د لومړۍ مېرمن د هڅو مننه کړې ده.
ورته مهال ولسمشر غني همدې ته په اشارې ویلي، له افغان نجونو سره کتنې هره ورځ ماته قوت رابښي او کله چې له هغوی پوښتم څوک غواړي د افغانستان جمهوررئیس شي، له ۸۰ تر ۹۰ سلنه یې لاس پورته کوي او دا د نوي افغانستان تصویر ښیي.
ولسمشر غني په عین حال کې همداشان په وروستیو دوو لسیزو کې د امریکا مرستې په ځانګړي ډول د کرونا دریمې څپې سره د مبارزې، وچکالۍ او د طالبانو د وحشیانه بریدونو له امله بې ځایه شویو افغانانو سره، ډېرې حیاتي بللې دي.