اشرف غني امریکا ته خپل سفر بریالی وباله.

اشرف غني امریکا ته خپل سفر بریالی وباله.


  • 3 کاله دمخه (25/06/2021)
  • جعفر هاند
  • 1407

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته خپل سفر بریالی وباله.

هغه د امریکا له ولسمشر جوبایډن او نور چارواکو سره له ملاقاتونو وروسته خبري کنفرانس کې وغږېده. کنفرانس کې یې د خبرو ځینې مهمې ټکي 

-طالبان او ملاتړي یې باید پوه شي چې زور د حل لار نه ده 

-کانګرس به ژر د افغانستان لپاره ۳.۳ میلیارد ډالر مرسته تصویب کړي

-د افغانستان د هوايي ځواک ضرورتونه به ژر حل شي

-هغه قراردادیان چې د هوايي ځواک د مراقبت او حفاظت دنده لري، د بهرنیو سرتېرو له وتلو وروسته به هم خپل کار روان ساتي

-د بهرنیانو له وتلو وروسته به د امریکا سفارت فعالیت کوي او د کابل هوايي ډګر د امنیت په اړه له ترکیې او نورو هېوادونو سره خبرې روانې دي

-ما بایډن ته وویل چې افغانستان په سپینې ماڼۍ کې یو ښه ملګری غواړي،‌ بایډن وویل چې ډاډه اوسئ‌ دا ملګری لرئ

-د افغانستان او امریکا مشارکت یو نوی پړاو ته داخلیږي چې امریکا به په نظامي برخه کې دخیله نه وي

-امریکا به د افغانستان د هوساینې او ثبات لپاره مرستې روانې ساتي

-امریکا له افغانستان سره همپیانه ده.....

له ښاغلي غني سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د امنیت د شورا مشاور حمدالله محب، د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او ځینې نور چارواکي مله وو. دوی د کام ایر شرکت په الوتکه کې راغلي وو او بېرته به په همدې الوتکه کې ځي، ښه سفر دې ولري!