د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د طالبانو کړنې د سولې له روحیې سره په ټکر کې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د طالبانو کړنې د سولې له روحیې سره په ټکر کې دي


  • 3 کاله دمخه (26/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1018

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلینکن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دوی غواړي ډاډه شي، چې طالبان د سولې غوښتونکي دي کنه؟

بلینکن ویلي، چې د طالبانو د جګړو شدت د سولې له خبرو سره همغږي نه ده او د دوی کړنې د سولې له روحیې سره په ټکر کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي امریکا ددې ملاتړې ده، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي د خبرو له لارې پای ته ورسیږي او د سولې لپاره هڅې ګړندۍ شي.

انتونیو بلینکن دا خبرې په داسې مهال کوي، چې په دوحه کې بین الافغاني مذاکرت په ټپه ولاړ دي.