ولسمشر غني: طالبان او ملاتړي یې باید پوه شي چې زور د حل لار نه‌ده.

ولسمشر غني: طالبان او ملاتړي یې باید پوه شي چې زور د حل لار نه‌ده.


  • 3 کاله دمخه (26/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1033

ولسمشر غني په واشنګټن کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې اوربند دې وکړي او په سیاسي بهیر کې ګډ شي.

ولسمشر غني ویلي، طالبان او ملاتړي یې باید پوه شي چې افغانان په زور غاړې اېښودو ته نه‌شي اړ کېدلای. 

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې امریکا ته یې سفر ګټور و او له کانګریس یې د څه باندې ۳،۳ میلیاردو ډالرو مرستو غوښتنه کړې چې دوی هم د منلو ډاډ ورکړی دی.  

نوموړي همدا راز ویلي چې د امریکا له دفاعي چارواکو سره یې کتلي دي او افغان ځواکونو ته د تجهیزاتو د ورکړې ژمنې شوې دي.

هغه دا هم ویلي، چې امریکايي چارواکو ورته ډاډ ورکړی، چې د هوايي ځواک په برخه کې به د افغان ځواکونو ضرورت هم ژر حل شي. 

ولسمشر دغه راز ټینګار کړی، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې پیاوړې دي او له جو بایډن سره یې په کتنه کې ددې اړیکو او مشارکت د لا پیاوړتیا ډاډ تر لاسه کړی دی. 

ورته مهال ولسمشر غني د هېواد افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه پیاوړي وبلل او په خبره یې دوی د ګواښونو پر وړاندې د هر ډول مبارزې وړتیا لري. 

د ولسمشر غني په مشرۍ افغان پلاوي د تېرې پنج‌شنبې په ورځ د امریکا واشنګټن ډي سي ته تللي دي او د امریکا د ولسمشر جو بایډن تر څنګ یې د کانګریس د مهمو غړیو، د دفاع وزیر، د استخباراتو د مرکزې ادارې د مشر، د ملي امنیت د سلاکار او هغو امریکایانو سره کتلي، چې په افغانستان کې یې نظامي خدمت ترسره کړی.