له ۲۰۱۳ کال راهیسې په کرکټ کې اتلولۍ چا ګټلي؟

له ۲۰۱۳ کال راهیسې په کرکټ کې اتلولۍ چا ګټلي؟


  • 3 کاله دمخه (26/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 1217

کریک ټریکر ویبپاڼې له ۲۰۱۳ کال راهیسې هغه هېوادونه په ډاګه کړي، چې کرکټ کې یې اتلولۍ ګټلې دي.

هند د ایم ایس ډوني په لوبډلمشرۍ کې د ۲۰۱۳ کال چمپینس ټرافي ګټلې وه او دغه ویاړ یې تر لاسه کړی وه.

په ۲۰۱۴ کال کې سریلانکا د ملینګا په لوبډلمشرۍ کې شل اوریز نړیوال جام ګټلی وه او دغه ویاړ ور په برخه شوی وه.

۲۰۱۵ کال کې اسټرالیا د مایکل کلارک په لوبډلمشرۍ کې پنځوس اوریز نړیوال جام په خپل کوربتوب ګټلی وه.

۲۰۱۶ کال کې ویسټ اڼدیز د ډیرن سمي په لوبډلمشرۍ کې شل اوریز نړیوال جام ګټلی وه او سمي دغه ویاړ ویسټ انډیز ته ور په برخه کړی وه.

۲۰۱۷ کال کې پاکستان د سرفراز احمد په لوبډلمشرۍ کې چمپینس ټرافي ګټلې وه او پاکستان دغه ویاړ ترلاسه کړی وه.

۲۰۱۹ کال کې انګلستان په خپل کوربتوب پنځوس اوریز نړیوال جام ګټلی وه او فاینل لوبه کې یې نیوزیلینډ ته ماتې ورکړې وه.

او روان ۲۰۲۱ کال کې نیوزیلینډ د ټیسټ کرکټ اتلولیو جام وګاټه او فاینل لوبه کې یې هند ته ماتې ورکړه.