د نورستان چارواکي: برګیمټال کې د طالبانو قرارګاه له‌منځه یوړل شوه

د نورستان چارواکي: برګیمټال کې د طالبانو قرارګاه له‌منځه یوړل شوه


  • 3 کاله دمخه (26/06/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1247

د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایي، افغان ځواکونو برګیمټال ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه قرار ګاه برید کړی.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه په برګیمټال ولسوالۍ کې مېشتو افغان ځواکونو د بدینشاه سیمه کې د طالبانو پر قرار ګاه د برید پر مهال د دوه طالب قوماندانانو په ګډون یو شمېر نور وژلي.

ښاغلي عبدالقیوم همداراز زیاته کړې، د تېرې شپې په برید کې د طالبانو یوه قرار ګاه له‌منځه وړل شوې او د یو شمېر طالبانو د وژلو سربېره د دوی ګڼ شمېر وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

بل‌لورته د سېمې اوسیدونکي وایي، په وژل شویو کې د طالبانو دوه مهم قوماندانان قدرت الله او داوطلب هم شامل دي.  

بدینشاه د پاکستان چترال ولسوالۍ سره نږدې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته سېمه ده، چې له تېرو څو کالو څخه په کې د طالبانو قرار ګاه شتون درلود.

د ویلو ده، چې په وروستیو کې ګڼو ولایتونو کې طالبانو ته درنې مرګ ژوبلې ترڅنګ، یو شمېر سیمې هم د دوی له شتون څخه پاکې شوې دي.