ولسمشر غني د امریکا په تاریخي سفر کې افغانستان ته دومره عالي لابي وکړه چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان ډپلوماتیکې دستګاه نه وه کړې.
هغه په تېرو دوه کلونو کې د ټرمپ له ادارې او خلیلزاد سره د جمهوریت د بقا پر سر مقاومت کې ثابته کړه چې د ده په مخالف سمت کې ولاړ خلیلزاد رښتیا هم د صنف د دویم نومره ګۍ لایق و او دا د اولنومره ګۍ...
په تېرو دوه کلونو کې له نړۍ او امریکا سره د افغان جمهوریت د اړیکو تعریف ګونګ شوی و، له دې سفر سره په ډاګه شوه چې له خروج وروسته نړۍ او امریکا سره افغانستان څه کوي او دوی له افغانستان سره څه کوي؟
که څه هم د افغان ځواکونو لپاره کانګریس نوې ۳،۳ میلیارده ډالري کلنۍ بودیجه منظوروي، خو د ټرمپ ادارې لخوا پر افغان ځواکونو د یو میلیارد ډالره مرستو قطع کولو وروسته ولسمشر غني په ډیر تدبیر د خپلو مالي زیرمو د خودکفایې پر لور ګامونه واخیستل او په دې لاره اوس اوږد سفر شوی.
د افغان هوایي ځواک ملاتړ او افغانستان کې د خارجي دپلوماسۍ د تداوم ژمنه بل مهم ټکی و چې دې سفر کې یې ګونګ والی ختم شو او افغانستان منزوي نه پاتې کېږي.
د سولې خبرو د جګړې په ډګر کې د غني لاس نیولی و، مګر له دې سفر وروسته له دفاعي حالت نه بیرته تهاجمي حالت ته تګ له امکانه وتلې خبره نه ده او اړتیا هم ده چې غني باید سوله په زور تطبیق کړي.
هو تېرو دوه کلونو کې سپینه ماڼۍ د اسلام اباد او دوحې دفتر ملګرې وه، مګر نن غني د لوبې سکه د جمهوریت په ګټه اړوي او هلته د افغانستان د ملګرتیا ریښې پیاوړې کوي.
تر ټولو مهمه دا چې غني پر خپلو ځواکونو دومره باوري و چې د تبلیغاتو برخلاف یې امریکا نوره په افغانستان کې پاتې کېدو ته ونه هڅوله بلکې د اړیکو د نوي څپرکي پرانیستو لپاره یې بریالۍ لابي وکړه.
غني به ډېره موده وروسته د افعانستان د اسلامي جمهوریت په ژغورلو کې یادګاري او تاریخي نوم پاتې وي.